دغه راز د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره اعلان کړی، چې په هېواد کې د واورې د پرلپسې ورښت له امله د سالنک لویه لارې ترڅنګ د هیواد د اوو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي.
د نورستان د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد نبي عادل وایي، چې د کونړ-نورستان لویه لار نن سهار (دوشنبه، ۳۰ د سلواغې) بنده شوې.
په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس وايي، چې دا دوه ماشومان تېره شپه له يوه کلي بل ته تلل چې په واوره کې بند پاتې شوي او مړه شوي دي.
محسني وايي، چې د واورې ښوييدنې په نننۍ پېښه کې د فيض الرحمان په نوم د کور مالک له خپلې ښځې، يوې لور او دوو زامنو سره ژوبل شوي دي او يو شپږ کلن هلک ورک دی.
پلفي کوتل خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالۍ د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار سره نښلوي.
د ټولګټو چارو وزارت لپاره د طالبانو ویاند محمد اشرف حق شناس نن سهار رسنیو ته وویل، چې دا مهال په سالنګ کې ډېره واوره ورېږي او په بېلابېلو سیمو کې د واورې کچه تر یو متر زیاته شوې ده.
په پکتيکا ولايت کې يو بزګر حاجي ريیس د ژمي ورښت د راتلونکي پسرلي لپاره تر نورو ګټور بولي او وايي، په دې سره به په غرونو کې د اوبو زېرمې خړوبه او هم به ورسره موسمي ناروغۍ راکمې شي.
د کوف آف لپاره د طالبانو ولسوال عبد القدير قادري دا پېښه تاييدوي او وایي، چې په وروستيو ورځو کې د سختې واورې ورېدو له امله څو نورې ښوييدنې هم شوي خو ځاني تلفات نه لري، مګر مالي زيانونه يې رسولي دي.
په شغنان ولسوالۍ کې د يوې بلې پېښي له امله واورې ښوييدنې د تيلو يو ټانکر موټر له درې نفره سوارليو سره له لارې اړولی او په آمو سيند کې يې غرق کړی دی.
له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه يوه ځايي سرچينه وايي، چې مړه شوي ماشومان د «رزک»، «فريسک» او «خاک پتاو» ولسواليو دي او عمرونه يې له دريو مياشتو څخه نيولې بيا تر دريو کلونو پورې و.