پکتيکا وال وايي، په مرکز ښرنې، ارګون، خيرکوټ، برمل او ځينو نورو ولسواليو کې د مرغانو او بېلابېلو وحشي ژويو نيولو او قاچاق اندېښمن کړي او د چاپيريال لپاره يې په زيان بولي.
نورستان کې د طالبانو چاپیریال ساتنې رییس سرتاج الدین ساپی هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې یاده یږه په غربي نورستان کې د خلکو له لوري هغه مهال نیول شوې، چې سیند ته د اوبو څښلو په موخه راښکته شوې وه او بیرته ځایي خلکو خوشې کړې ده.
پکتیا کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه نن (پنج شنبه، ۳۰ د وږي) د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند په «دلدار غره» سیمه کې رامنځته شوې، چې د جاوید په نوم ماشوم یې له امله وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ځاځي اريوب ولسوالي د ځنګلونو مدير رسول خان ذولفقار وايي چې د دې ولسوالي په شاوخوا سيمو په تېره په سپين غر کې مهم حيوانات شته او ټينګار کوي چې شمېر يې کم دی او د زياتولو لپاره يې ډېر پام ته اړتيا ده.