د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د خپلو څرګندونو په يوه برخه کې ويلي، چې تحريک طالبان پاکستان، د شرقي ترکستان اسلامي خوځښت او نوري ډلې په افغانستان کې شته دي او دا د اندېښنې خبره ده.
تخار ولایت کې دوو ځايي سرچینو اطلاعات روز ته ویلي، چې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ۳۲۰ وسله وال کسان ځای پر ځای شوي دي.
په خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي چې په شوې مرسته کې اوړه، دال، غوړي، مالګه او نورو مواد شامل دي چې د دوی په خبره تر یو وخته به د دغو کډوالو شته اړتیاوې پرې هوارې شي.
د «مقاومت جبهې» زياته کړې : «موږ د تروريستانو د ځای پر ځای کولو د مخنيوي او اشغال د ختمولو لپاره د داخلي او سيمهييزو تروريستانو پر وړاندې د مبارزې او مقاومت له دوام پرته، بله لار نه لرو.»
د دې سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له طالبانو غوښتي چې د تروريزم ضد اقدامات دې سخت کړي او نه دې پرېږدي چې افغانستان د تروريزم په مرکز بدل شي.
په ګلان کمپ کې ميشت دغه کډوال وايي، د بشري مرستو برخه کې د دوی د کورنيو د غړو ليستونه ايستل شوي او مرستې نورو خلکو ته ورکړل شوې دي.