د لښکرګاه ښار تر څنګ د هلمند ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله خلک بې کاره شوي او د اقتصادي ستونزو له امله یې غلاوو ته مخه کړې.
یو سرچینې وویل، پېښه نن (دوشنبه،۱۰ د تلې) سهار مهال هغه وخت رامنځته شوې چې ياد کس له ارګون ولسوالۍ څخه د مرکز ښرنې پر لور روان و او لاره کې له غلو سره مخ شوی دی.
د سرچینې په حواله چې په دې وروستیو کې په سروضې ولسوالۍ او مرکز ښرنې ته پر غځېدلې لاره د غلاو پېښې ډېرې شوي چې له امله یې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی.
د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د والي وياند عطاالله زيد وایي، يادو غلو غوښتل چې تېره شپه (شنبه، ۱۹ د وري) د ډنډ ولسوالۍ «کاریزک» سیمه کې له يوه کور څخه غلا وکړي.
يوې سرچينې وویل، چې ابراهيمخيل نن (يکشنبه، ۱۴ د کب) د سهار تر لمانځه وروسته د کابل ښار د «خيرخانې کوتل» سيمه کې د غلو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
عام خلک وايي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو پېښې د پخوا په پرتله زیاتې شوي چې ډیر کله له رسنیو پټې پاتې کیږي.
سرچينې وایي، چې پېښه نن (سې شنبه، ۲۸ د وږي) سهار هغه مهال رامنځته شوې کله چې دغه ځوان له ارګون ولسوالۍ څخه د مرکز ښرنې پر لور روان و او لاره کې له وسله والو غلو سره تر مخ کېدو وروسته یې په ډزو وژلی او کرولا ډوله موټر ترې وړی دی.
د خوست ښاریان د طالبانو له امنیتي ادارو د دا ډول تکراري پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي او وايي، دا په روانه میاشت کې څومه پېښه ده چې په ښار او اړونده ولسوالیو کې رامنځته کیږي.
ملیار زیاتوي، هابیل وړمه شپه (شنبه، ۵ د وري) د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت اړوند «سرخکانو» سیمه کې وسله والو غلو د چړو په ګوزارونو وهلی او وژلی یې دی.
سرچينې زیاتوي، چې دغه سوداګر له هلمند ولايت څخه کندهار ښار ته شاوخوا دوه میلیونه او ۲۰۰ زره کالدارې د سوداګرۍ په موخه راوړې چې د «وسله والو غلو» ښکار شو.