په داسې حال کې چې په هېواد کې د جنګ، جګړو له امله د بېوزلي کچه خورا زياته ده او د احصايې ادارې او بشر حقونو کميسيون د شمېرو له مخې د پکتيا ولايت شاوخوا ۴۸ سلنه اوسېدونکي د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو د دومره زيات ولور پوره کول خورا ستونزمنه ده.
د دوربابا ولسوالۍ بل قومي مشر ملک ثوابګل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دغه قومي تړه د ښځو د ژوند د خونديتوب په موخه شوې ده.
قومي مشرانو تېره ورځ (یکشنبه، ۲۸ د لړم) د يو پرېکړه ليک په ليکلو سره د ولور سربېره د خوښيو په مراسمو کې د بې ځايه مصارفو او غير شرعي پرېکړو مخنيوی هم کړی او زياته کړې يې ده چې مهر يا ولور به د نجلۍ په اختيار کې ورکول کيږي.
ګربزو قوم د ناوړه دودونو مخنيوي دا پريکړه د کلتوري ستونزو د هواري لپاره کړې ده، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې له دې وړاندې داسې رواجونه موجود وو، چې له اسلام او کلتور سره خلاف و.
قومي مشرانو دا پرېکړه تېره ورځ (شنبه، ۸ د تلې) کړې او په شوې پریکړه کې ويل شوي چې د کونډې ښځې ولور به دوه سوه زره افغانۍ وي او د ښادۍ او غم په مراسمو کې به د شوي پرېکړه ليک سره سم مصارف ترسره کيږي.
دوی دغه اقدام تېره ورځ (شنبه،۲ د مرغومي) کړی او د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره يې د ولور نه اخيستو سربېره د نورو بېځايه مصارفو له کولو هم مخنيوی کړی او ويلي دي، چې يوازې به دوه تولې سره زر نجلۍ ته اخلي.
د هیواد په ډيرو سيمو کې د نجلۍ د کورنۍ لخوا له پنځه لکو څخه بيا تر يو ميليون افغانیو پورې د لور ورکولو په بدل کې ولور اخيستل کېږي چې زیاتو کورنیو ته ستونزې زېږوي.
دې مراسمو ته د والي په ګډون له مرکز خوست څخه هم ځینې نور ولایتي چارواکي ورغلي و، اسماعېل خېل او مندوزي د خوست ولایت له نسبتا با امنه ولسوالیو ګڼل کیږي، خو په دې ولسوالیو کې د ناقانونه وسلو ګرځونه او په ټولنیزو مراسمو کې د ناوړه دودونو شتون هغه ستونزې دي، چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی. اوس د دې سیمو قومي مشرانو او ځوانانو پریکړه کړې، چې له دې وروسته به په کلیو او بانډو کې ناقانونه وسلې نه ګرځوي او د خوښیو په مراسمو کې به ډزې نه کوي.
نوموړی وايي، په تېر کې د ناوړه دودونو له امله کورنۍ ستونزې هم ډېرې وې، چې ځینې وخت به د خوښیو په مراسمو کې د راپورته کېدونکو مسایلو له امله تاوتریخوالی رامنځته کېده.