ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي:« موږ باید په ګډه له نا امیدۍ څخه امید او عمل ته حرکت وکړو او غذایی رژیمونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او ارزانه کړو.»
مرستندویه ادارو څو وارې په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بې وزلۍ د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
د دوی په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی.
بصیره وايي، چې د ژمې سړې شپې او ورځې يې د ژوند له ډېرو ابتدايي امکاناتو پرته تېرې کړې دي او د ژوند ټوله پانګه يې دوه – درې بالښتونه او يوه څيرې – څيرې خيمه ده.
په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا ويلي، چې هيواد يې په تېرو کلونو کې د افغانستان د خلکو او د خوراک د نړيوال پروګرام قوي او دوامدار ملاتړی و.
نړيوال بانک په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې اقتصادي ليد د مرستو د بهير په بيا پيليدو سره ثابت شوی او هيله ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې توليدي وده مثبته شي.
د سره صليب له خوا په خپره شوې ويډيو کې يو بل سړی بیا وايي، که مرسته ورسره ونه شي، ښايي خپله کورنۍ د لوږې له امله له لاسه ورکړي.
ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او بېکاري زیاته شوې ده.
دې دفتر ليکلي: «شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له جدي کچې سره مخ دي، يوازې يو ګام له لوږې لېرې دي. دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.»
دې بنسټ وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې د بشري عملياتو لپاره بودیجه پر ختمېدو ده او دا چاره د ميليونونو وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې که د بودیجې کچه پر همدې اوسني حال پاتې شي، نو ښايي ۷.۶ ميليونه وګړي به نور اړينو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.