افغانستان کې د طالبانو د رهبر د عمومي عفوې پر فرمان دوه کاله اوړي، خو لا هم ليدل کېږي چې د دې ډلې غړي د فرمان بر خلاف د افغانستان په سوېل لوېديځه حوزه کې په لسګونو پخواني نظاميان نیولي، شکنجه کړي، او وژلي دي.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس حافظ عبدالباري راشد وايي، چې دغه پېښې په لښکرګاه ښار او د دغه ولايت په ناوې، باباجي، مارجې او سنګين ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
د اطلاعات روز د څېړنيز راپور له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاريکار او نهو نورو ولسواليو کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تر ۵۲ زيات پخواني نظاميان نيول شوي دي
ورته مهال یوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي وايي، چې د عبدالرحمن په نوم دغه هلک د خپل پلار څخه سهواً د تفنګچې د پاکولو پر مهال لګیدلی دی.
یاد لوبغاړی نجیب الله نومیده او اصلي د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی و چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د یادې ولسوالۍ «عینک» سیمه کې د طالبانو د غړو له لوري وژل شوی دی.
د طالبانو افراد په دې نظر دي چې که د پخواني دولت کارمندان د کميسيون او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سل ليکونه هم ولري، خو بيا هم دښمن او حتا کافر ګڼل کېږي.
تېره اونۍ طالبانو د پکتیکا د بکخیل ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قومندان بدرالدین مشهور په «بدو» خوست ولایت کې ونیوه او وروسته په هغه تور پورې شو چې نوموړی له «مقامت جبهې» سره د مالي مسوول په توګه کار کاوه.
په حصه دوم ولسوالۍ کې یوې ولسي سرچینې وویل، چې مولوي لایق «سلفي» و او د ښځو د حقونو په اړه یې سخت دریځی نظر درلود.
سرچينه د «مقاومت جبهې» د دې قومندان نوم پهلوان ياسين يادوي او وايي، چې نوموړی د تګاب ولسوالۍ په پجک کلي کې د جبهې له دوو نورو غړو سره په يوه کور کې پټ و.
د دې ځوان کورنۍ وايي چې ده له هيڅ ډلې او د طالبانو له مخالفې جبهې سره تړاو نه درلود؛ خو معلومه نه ده چې دی ولې طالبانو وژلی دی.