د راپورنو پر بنسټ یاد پولیس افسر څو ورځې وړاندي طالبانو لخوا نیول شوی و، او تر څو ورځو بند او شکنجو وروسته یې روغتون ته بیولی و چې په روغتون کې یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.
تېره ورځ ( جمعه، ۱۲ د وري) په دوو جلا، جلا ولایتونو، هلمند او کاپیسا کې ۶ ماشومان ناچاودو توکو وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي چې څلور یې یواځې نجونې دي.
سرچینه زیاتوي، دعبدالله په نوم یاد ۲۳ کلن ځوان د دې له امله د خپل تره زوی له لوري په ډزو وژل شوی چې د خپل کاکا لور سره يي مينه وه او دواړو غوښتل واده ورسره وکړي.
سرچينه زیاتوي، چې د عبدالمتين پر بدن د وهلو ټکولو نښې لیدل کېږي او داسې ښکاري چې طالبانو هغه د برېښنا پر مټ وژلى دى.
یوې بلې سرچینې بیا د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې یاد قومي مشر د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
سرچینه وایي: تیره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «زرین اباد» سیمه کې یو ناپیژنده وسله وال کس پر طالب سرتیرو ډزې کړي، چې پرمهال یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د «بيت الله» په نوم په مرموز ډول وژل شوی ځوان د خوست ولايت اوسېدونکی دی، چې د هغه په وينا څو ورځې وړاندې په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو بيولی و، وروسته وژل شوی او جسد يې يوې کندې ته غورځول شوی
د سرچینې په خبره، دغه دوه ځوانان هغه مهال په لار کې نیول شوي، چې په ډینا ډوله سوزکي موټر کې د رخې ولسوالۍ حصارک ته روان وو، چې خپلې غواګانې له غره راښکته کړي.
وژل شوی سرتیری صفي الله نومیده او د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د نظم عامې سرتیری و.
د سرچينې په وينا دا پلار او زوی دوې مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوي وو؛ خو طالبانو يې هغه مهال نيول کېدل رد کړي وو.