د سیمې اوسیدونکی ذاکرالله وايي، د دغه ځوان جسد تېره شپه ۱۱:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بهر آباد» سیمه کې ځایي خلکو موندلی او بیا یې طالبانو ته سپارلی دی.
هغه زیاتوي، چې د وژل شوي کس کورنۍ له چا سره شخصی دښمني نه درلوده او نږدې یوه میاشت وړاندې له سعودي عربستان څخه خپلې کورنۍ ته راستون شوی و.
لومړۍ پیښه نن (شنبه، ۴ د وري) سهار ۱۰:۰۰ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند «باولۍ» سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شخړه کې د زرګل په نامه یو کس وژل شوی دی.
په ياد ولايت کې يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د جبارخیل کورنۍ له کلونو راهيسې شخصي دښمني درلوده او په دې موده کې يې د کورنۍ ۸ غړي هم وژل شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ عبدالباري راشد وايي، چې یاد موټر چلوونکی شل ورځې وړاندې د ګرشک ولسوالۍ څخه نادرک شوی و او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د کب) یې نوزاد ولسوالۍ کې جسد موندل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د یاد ځوان وژل کیدو د خلکو غوسه راپارولې او طالبان یې په یوه بله بهانه د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي دي.
پولیس زیاتوي، چې دغه ځوان تېره ورځ (شنبه، ۴ د وري) مازدیګر د میوند ولسوالۍ مرکز ته څیرمه «چهلګزي» کلي کې د خپل پلار دوهمه میرمن یا میرنۍ مور ویشتلې ده.
د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړې چې تورن کس د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی او اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی او له دې وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
اطلاعات روز: له هلمند څخه ځايي سرچینې وایي چې ۶۰ کلن قومي مشر «مدیر نجیب الله خان» د نامعلومو کسانو...
یوې سرچینې د نوم نه یادلو په شرط وویل، چې پیښه تېره ورځ (دوشنبه، ۳۰ د سواغې) د مرکز ترینکوټ اړوند سیمې «معصوم اباد» سیمه کې شوې ده.