د سرچینې په خبره په یاده سیمه کې یو کس له خپل ورور سره د پېسو پر سر لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پرې ډزې کړي، چې پرمهال یې خپل وراره په ډزو وژلی او ورور او خپله مور یې ټپيان کړي دي.
د سیمې یو اوسیدونکی روح الله وایي، چې پېښه تیره شپه (شنبه، ۱۷ د چنګاښ) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند «لوکاټ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ارزګان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مرستیال امین الله وایي، یاد قومي مشر تېره شپه (جمعه، ۲۹ د غویي) ۹:۰۰ بجې د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند د «زاړه بازار» سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه طالب قومندان د خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره د تېرې دوشنبې شپه (۲۶ د مرغومي) په خپل کور کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ژوند بایللی دی.
د زابل ولايت دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې نيول شوی کس په دې تورن دى چې د دغه ماشوم له وژلو وروسته يې د هغه جسد سوځولى دى.
په ياد ولايت کې يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د جبارخیل کورنۍ له کلونو راهيسې شخصي دښمني درلوده او په دې موده کې يې د کورنۍ ۸ غړي هم وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې طالبانو دغه افغان ژباړن تر نیولو وروسته سخت شکنجه کړی او تر شکنجې لاندې یې ژوند له لاسه ورکړی، چې پر بدن یې د سختې شکنجې نښې لیدل شوي دي.
د روان کال پر مهال په باميان ولايت کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي. له ارقامو سره سم، په وروستيو څو مياشتو کې د دې ولايت تر شپږ زيات اوسېدونکي په مرموزه ډول وژل شوي دي.
د خوست ښاریان د طالبانو له امنیتي ادارو د دا ډول تکراري پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي او وايي، دا په روانه میاشت کې څومه پېښه ده چې په ښار او اړونده ولسوالیو کې رامنځته کیږي.
یوې باوري سرچینې وویل، چې وژل شوی کس له تېرو دوو ورځو راهیسې لا درکه و، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۴ د لیندۍ) یې د کوز کونړ ولسوالۍ په «شامل» سیمه کې جسد موندل شوی.