زمان زياته کړه، چې پېښه د رينجر موټروان د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې.
د ژوند راډيو مسوول اصيل ځاځي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د دوی همکار د دوی له خوا په کوم رسمي سفر نه و لېږل شوی او نه يې هم د تګ په اړه د دفتر مسوولين په جريان کې کړي و.
دوی غوښتنه کوي چې موټر چلوونکي بايد هر وخت او په ځانګړې توګه د واورې او باران د ورښت پرمهال له ډېر احتياط څخه کار واخلي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، غرمه شاوخوا دولس بجې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ «قلعه اخوند» سيمه کې د يوې ريکشې او هينو موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله يې په شترینګي ريکشا کې ناست پنځه کسان مړه شوي دي.