د هرات د پاسپورټ په اداره کې د فساد د مستند کولو لپاره مې له لسګونو کسانو سره خبرې وکړې. دې هر يوه د پاسپورټ اخيستلو لپاره د بېلابېلې کچې پيسې ورکړي تر څو له تور بازار څخه پاسپورټ تر لاسه کړي.
عصمت الله یعقوب زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو له افغان موټر چلوونکو د پاسپورټونو او وېزو غوښتنه کوله، چې په مقابل کې دوی هم له پاکستاني موټر چلوونکو د پاسپورټونو او وېزو غوښتنه وکړه، چې د یاد اقدام په پایله کې پاکستاني پولیسو د تورخم دروازه د ټولو بار وړونکو موټر پر مخ وتړله.
فراه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد نسیم بدري وایي، چې د پاسپورټ دغه کارکونکی نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې د فراه ښار څلورمې حوزې اړوند باغ نو سیمه کې وژل شوی دی.
ښاغلي حقاني ویلي چې کابل کې به هم د پاسپورټونو درول شوې لړۍ بېرته ډېر ژر پیل شي.
د طالبانو د افرادو لپاره استثنا يو ځل بيا د کميشن کارۍ بازار ګرم کړی دی او د پاسپورټ لګښت هم ورسره په حيرانوونکي توګه زيات شوی دی
ښاغلي خوستي نن (سهشنبه، ۱۳ د تلې) په یوې خبري ناسته کې وویل چې دغه لړۍ له همدې نن څخه رسمآ پیل شوه او لومړی به د هغو پاسپورټونو چارې پیلوي چې له وړاندې یې بانکي حسابونه چې شمېر یې ۲۵ زرو ته رسېږي، خلاص کړي دي.
په همدې حال کې پاکستان ته د درملنې په موخه تلوونکي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
افغانستان د دې شاخص په نوملړ کې په تر ټولو وروستۍ درجه کې دی چې اتباع يې ۲۷ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای شي. تر افغانستان وړاندې يمن، پاکستان، سوريه او عراق دي.
چمن کې د پرلت ګډونوال حکمت الله سبا اطلاعات روز ته وویل، چې یاده لار نن (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د افغان کډوالو پرته د ټولو سوداګریزو موټرو د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه او په خبره یې تر هغې به تړلې وي ترڅو چې پاکستان حکومت د دوی غوښتنې نه وي منلي.
د جاپان پاسپورت د ۱۹۳ نمرو په لرلو سره د با ارزښته پاسپورټ په توګه د جدول په سر کې ځای لري. سنګاپور، جنوبي کوریا او جرمنی په ترتیب سره دویم، دریم او څلورم ځای خپل کړی دی.