پکتیکا کې ټولې کارخونې په ډيزلي برېښنا چليږي، د دغه ولايت صنعت کاران وايي، که شرايط ورته برابر شي نور سوداګر او صنعتکاران هم کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې توليدي فابريکې فعاله کړي.
د سنو فارما ریيس محمد سعيد صديق وایي، دا فابریکه په یو شفت یعنې اتو ساعتونو کې ۵ میلیونه او ۶ لکه ګولۍ، ۲ میلیونه کپسول او له ۶۰ زرو څخه تر ۹۰ زره بوتله پورې شربت جوړوي.
پانګوال نور احمد وايي، د بریښنا زیاتې پرچاوي، لوړې مالیې او د مناسب ځای نشتون برخې کې د شته ستونزو ډېرېدو له امله نه یوازې په دې ولایت کې نوره پانګونه نه دی شوې بلکې ځېنې فعاله تولیدي فابریکو هم خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
سيګار زیاته کړې، چې د افغانستان د کانونو د استخراج صنعت د پراختيا لپاره د متحده ايالاتو په ټولو هڅو کې فساد شامل و او ډېری معدنونه د افغانستان سياسي رهبرانو، جنګسالارانو، نظامي خلکو او پوليسو کنټرولول.
د چین هیواد یو شمیر سوداګرو زړه ښه کړی چې ننګرهار کې د قیمتي ډبرو یو بازار جوړ کړي، چې افغان سوداګر یې هم ملاتړ کوي، ځکه د دې بازار په جوړیدو سره به خلکو ته کار هم پیدا شي او دلته به په قانوني ډول د کانونو استخراج هم پیل شي
د دولتزي په خبره، په یاده تولیدي فابریکه یې د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پانګونه کړې، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دې فابريکې کارکوونکی عبدالحليم له نور پانګوالو او سوداګرو غوښتنه کوي ترڅو په خپل هيواد کې له فابریکو جوړولو سره بهر ته د ځوانانو د تګ مخه ونيسي.
ځینې نور صرافان بیا په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار د صرافۍ په داخل کې ماین چاودنې هم ویرولي او وایي، له دې چاودنې څرګندیږي چې دوی خوندي نه دي.
د برېښنا شرکت له خبرپاڼې سره سم چې په دې ليدنه کې د چين د سوداګرۍ خوني استازي د برېښنا رييس ته ويلي چې دوی غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ مېګاواټه برق د توليد لپاره پانګونه وکړي.