نوموړی ادعا کوي، چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ-ژوبله اووښتې، خو کره شمېر یې نه لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۳ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د «ګریخیلو» په واګي کنډو سیمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته وسله والو طالبان برید کړی.
وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په «کمبو» سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي، چې پایله کې یې پنځه پاڅونوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.