د خوست ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د پاکستانۍ کالدارو د چلښت مخنیوي لپاره دې ځانګړی کمیسیون وټاکل شي، ترڅو بیرته د هیواد کرنسۍ د خلکو جیبونو ته ورشي.
اوس مهال د پاکستان په بازار کې د بانکونو تر منځ د ډالر د پلور بيه ۲۲۵ روپيو ته رسيدلې او په تېرو اتو کلونو کې ډالري زېرمي تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې دي.
د دې ولايت يو اوسيدونکی محمدشفيق وايي، چې د پاکستانۍ کالدارو په بنديدو سره يو شمير هټۍوالو پر خپل سر نږدې د ټولو توکو نرخونه لوړ کړي دي.
طالبانو د سویل ختیځ زون په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کالدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره بار، بار هڅې کړي خو د نه تعقیب له امله په دې نه دي توانیدلي چې مخه یې ونیسي.
زابل کې سواګر هم د بهرنۍ کرنسۍ پرځای په افغانیو د راکړې ورکړې هرکلی کوي او وایي، ټول سوداګر دې ته ژمن دي چې د کالدارو پرځای افغانۍ وکاروي.
خلک وایي، ارزګان کې له تيرو ۳۰ کلونو راهیسې هيڅ حکومت نه دی توانيدلی چې پر پاکستانۍ کالدارو بندیز ولګوي او د راکړې ورکړې مخه یې ونیسي.
د مرکز ښرنې اوسېدونکي وايي، اوس مهال په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه وګړي پاکستاني کالدارې کاروي او په همدې کرنسۍ یې کاروبار روان کړی دی.
که څه هم طالبان په ارزګان ولايت کې د افغانيو د ترويج ډاډ ورکوي خو د ښار خلک بیا د کافي افغانیو د نشتون او د توکو لوړو بیو څخه سر ټکوي.
کندهار کې د صرافانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې د افغانيو کمښت د دې سبب ګرځېدلی ترڅو د کندهار په بازارونو کې د پاکستانۍ کالدرو چلښت زیات شي.
د ترينکوټ ښار اوسيدونکي که څه هم د افغانيو په ترویج خوښ دي، خو په ټول ولايت کې د افغانيو په دودولو، د بانک نوټونو په زياتيدو او د نرخونو د کنټرول غوښتنه کوي.