کندهار کې د صرافانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې د افغانيو کمښت د دې سبب ګرځېدلی ترڅو د کندهار په بازارونو کې د پاکستانۍ کالدرو چلښت زیات شي.
زابل کې سواګر هم د بهرنۍ کرنسۍ پرځای په افغانیو د راکړې ورکړې هرکلی کوي او وایي، ټول سوداګر دې ته ژمن دي چې د کالدارو پرځای افغانۍ وکاروي.
اوس مهال د پاکستان په بازار کې د بانکونو تر منځ د ډالر د پلور بيه ۲۲۵ روپيو ته رسيدلې او په تېرو اتو کلونو کې ډالري زېرمي تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې دي.
يو تن ملي تجار عبدالقدير بیا د خلکو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي ترڅو اوښتي زيانونه بیرته جبران شي.
خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بهرنیو اسعارو په راکړې ورکړې دې بندیز ولګوي او د افغانیو د ترویج برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خلک په خپله خوښه افغانۍ په لاس کې واخلي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې هټۍ نن (دوشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د دې ولایت په چهارچينو ولسوالۍ کې د افغانيو د ترويج کميټې له لوري تړل شوې دي.
طالبانو د سویل ختیځ زون په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کالدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره بار، بار هڅې کړي خو د نه تعقیب له امله په دې نه دي توانیدلي چې مخه یې ونیسي.
د خوست ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د پاکستانۍ کالدارو د چلښت مخنیوي لپاره دې ځانګړی کمیسیون وټاکل شي، ترڅو بیرته د هیواد کرنسۍ د خلکو جیبونو ته ورشي.
د ترينکوټ ښار اوسيدونکي که څه هم د افغانيو په ترویج خوښ دي، خو په ټول ولايت کې د افغانيو په دودولو، د بانک نوټونو په زياتيدو او د نرخونو د کنټرول غوښتنه کوي.
که څه هم طالبان په ارزګان ولايت کې د افغانيو د ترويج ډاډ ورکوي خو د ښار خلک بیا د کافي افغانیو د نشتون او د توکو لوړو بیو څخه سر ټکوي.