د پاکستاني پولیسو له لوري په کراچۍ کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور یو شمیر هغه نیول شوي افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي خوشې شوي دي.
ورته مهال کې ځينې سرچينې بیا اطلاعات روز ته وايي، چې پاکستان له هر کس څخه ۵۰ زره کالدارې د ضمانت په توګه اخلي او مسافرين تش لاس افغانستان ته لېږي.
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د نړيوالو قوانینو او بشري اصولو په چوکاټ کې دې د افغان پناه غوښتونکو د حقونو او حيثيت درناوی وکړي.
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد طالب آمر بخت جمال ګوهر نن (پنجشنبه، ۳۰ د وږي» وویل، چې دغه کورنۍ په تېرو څلورو ورځو کې د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، وايي چې د پاکستاني...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو تل له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له ډیپلوماتیکو لارو د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو ښه کوربه توب وکړي.
پاکستان د تېرو څو مياشتو پر مهال په خپل هيواد کې پر افغان وګړو بنديزونه سخت کړي او د دې هيواد پولیس هره ورځ د هغو پناه غوښتونکو د نيولو هڅې کوي چې د ميشتيدنې قانوني اسناد نه لري.
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ هم «په ټينګار» غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د پاکستان له دولت سره اغېزناکې خبرې وکړي.
اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړيوالې ټولنې نه پاملرنه انديښمنوونکې...
اطلاعات روز: د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بوګټی وايي چې د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې...