هغه مسافر چې له تورخم دروازې تازه هيواد ته راستانه شوي د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي او د طالبانو له حکومت غواړي، چې د خبرو اترو له لارې دې، افغان مسافرو ته اسانتياوې برابرې کړي
تورخم کې له فرضي کرښې هغې غاړې ته له پښتونخوا او يو شمېر نورو سيمو راغلي هغه افغان مسافر چې څو ورځې بند پاتې و او په تذکره د تګ اجازه نه ورکول کېده نن بیرته خپل هیواد ته راستانه شول.
نوموړی وايي، د بند پاتې کسانو د راستنیدو بهیر تیره ورځ د دواړو غاړو د چارواکو له ناستې او همغږۍ وروسته پیل شو.