اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) د يوه راپور په خپرولو سره خبر ورکړی چې...
د طالبانو افراد په دې نظر دي چې که د پخواني دولت کارمندان د کميسيون او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سل ليکونه هم ولري، خو بيا هم دښمن او حتا کافر ګڼل کېږي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې چې خليل اخلاقي د طالبانو له بياځلي واکمنیدو راهیسې په کور ناست و او د کندهار ښار لسمه حوزه کې یې ژوند کاوه.
اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په جانيخېلو ولسوالۍ کې يو پخوانی نظامي چې...
په تېر يوه کال کې په سلګونو پخواني نظاميان د طالبانو له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. د دې نظاميانو یو شمېر يې له خپلو اصلي سيمو تللي دي او په پټ ډول ژوند کوي.
ګیزاب ولسوالۍ کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نظامي شاهي نومیده او تيره شپه (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) نامعلومه وسله والو له خپل کور څخه ايستلی او وژلی يې دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل، چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته سيد خداداد د دره صوف ولسوالي د ډبرو سکرو په کان کې کار کاوه.
پخوانيو نظاميانو ويلي: «له نړيوالو همکارانو په ځانګړې توګه متحده ايالات او د دې هيواد له کانګرس څخه زموږ غوښتنه داده چې د پخواني حکومت امنيتي او دفاعي ځواکونه دې په داسې سختو شرایطو کې يوازې نه پرېږدي او د هغوی د کډوالۍ قضيو ته د رسيدګۍ په برخه کې دې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.»
ځينې سرچينې وايي، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو د غړو تر شکنجې لاندې مړ شوى او پر بدن يې د شکنجې نښې ليدل کېږي؛ خو په ورته وخت کې نورو سرچینو د نوموړي د وژنې لامل ځان وژنه بللې ده.
په ياد ولايت کې يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د جبارخیل کورنۍ له کلونو راهيسې شخصي دښمني درلوده او په دې موده کې يې د کورنۍ ۸ غړي هم وژل شوي دي.