په ياد ولايت کې يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د جبارخیل کورنۍ له کلونو راهيسې شخصي دښمني درلوده او په دې موده کې يې د کورنۍ ۸ غړي هم وژل شوي دي.
هلمند کې د طالبانو استخباراتو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې تېره ورځ د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو شمیر وسلې نیول شوي وې، چې په همدې تور بیا اغا لالی هم نیول شوی دی.
د امريکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني افسر وويل، چې د افغانستان پخواني نظاميان لاهم هېله من دي چې د امريکا له لوري به نه وي هېر شوي او هېله يې وښوده چې د کنګرې تر ارزونې وروسته به د دې افرادو لپاره د کډوالۍ د ځانګړې ويزې (ايس آی وي) شرايط بدل شي.
ګیزاب ولسوالۍ کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نظامي شاهي نومیده او تيره شپه (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) نامعلومه وسله والو له خپل کور څخه ايستلی او وژلی يې دی.
لغمان کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي وویل، چې دغه سرتېري تېر ماښام (شنبه، ۲۲ د تلې) د دولت شاه ولسوالۍ د «دګړان» سیمه کې په خپل کور کې وژل شوي او یو بل ملګری یې ژوندی بیول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې علي ګل د تیر حکومت پر مهال د ملي اردو سرتیری و او د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته یې په خپله سیمه کې دوکاندري کوله.
پخوانيو نظاميانو ويلي: «له نړيوالو همکارانو په ځانګړې توګه متحده ايالات او د دې هيواد له کانګرس څخه زموږ غوښتنه داده چې د پخواني حکومت امنيتي او دفاعي ځواکونه دې په داسې سختو شرایطو کې يوازې نه پرېږدي او د هغوی د کډوالۍ قضيو ته د رسيدګۍ په برخه کې دې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.»
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه د تېرې جمعې شپه (۶ د سلواغې) د واما ولسوالۍ په «اکتبن» سیمه کې را منځته شوې.
ختیځ کې د طالبانو د خالد ابن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وژل شوی پوځي «بغاوتګر» او د «ملي مقاومت جبهې» کلیدي غړی ښودلی او په خبره یې، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو دغه پخوانی پوځي د یوه کمین پرمهال په ډزو وژلی دی.
اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په جانيخېلو ولسوالۍ کې يو پخوانی نظامي چې...