په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې پرون ماښام (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) د غور – کابل پر لويه لار يو تېز تلونکی موټر د غير قانوني سرعت له امله له سړک اوښتی او چپه شوی دی.
يوې سرچينې ادعا کړې چې د روغتون امر د قومي تعصبونو له وجې خپل همکاران د طالبانو استخباراتو ته په لاس ورکړي دي. د سرچينې په وينا، نيول شوي ډاکټران له هزاره قوم څخه دي.
جبل السراج د پنجشیر ولایت په ګاونډ کې پرته ولسوالۍ ده. له همدې امله طالبانو په دې ولسوالۍ کې خپل سلګونه ځواکونه ځای پر ځای کړي او د پنجشیر لپاره یې د پوځي اډې په توګه کاروي.
دغه شرکت تېره شپه(جمعه، ۹ د ثور) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د «رڼا دښمنانو» د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په «تاغمه» سیمه کې د وارداتي برښنا دوه پایې په ماینونو الوځولي دي.
د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور نن (پنج شنبه، ۲۰ د تلې) د دې پروژې د تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې ويلي، چې د دې پروژې په کار او بشپړېدو سره به هر کال يو ميليون او ۵۰۰ ټنه سيمنټ «له نړيوال معيار سره سم» توليد شي.
سرچينه د جنایي جرمونو سره د مبارزې امر د قاري نجیب الله نوري په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې دغه کس او ساتونکى يې تېره شپه (سې شنبه، ۱۹ د تلې) د جبل السراج لپاره د طالبانو د پولیسو قومندان همايون جاهد کسانو سره په کمين کې وژل شوی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر نور ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.
ویل کېږي چې تېره ورځ هلمند، کندهار او نيمروز ولايتونه کې سختو توپاني بادونو، خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
په زرګونه تیږو کې چې د بریالي او قریشه او نور لسګونه کورونه یې ډک کړي و، په دې تمه وو، هغه انجونو چې پلار یې په جنګ او مور او نیا یې په سېلاب کې له لاسه ورکړې وې، را ورسېږي.