په ورته مهال د لغمان اوسیدونکي د یادو پروژو له پلي کیدو خوښ دي، خو پر ځایي طالب چارواکو نیوکه کوي چې د رغنیزو پروژو په برخه کې متوازن انکشاف ته پام نه کوي.
جاپانی ډاکټر ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور و، د ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت په څلورمه نېټه جلال اباد ښار کې د پنځو ساتونکو سره یوځای د نامعلومو وسله والو له لوري په داسې حال کې ووژل شو چې د یوې پروژې د څارنې لپاره روان و.
د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس زرکمر وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د UNOPS ادارې د ٤٥٠ ميليون افغانيو په مالي ملاتړ یې د پنځو پراختيايي پروژو چارې پېل کړې دي.
نموړی همداراز زیاتوي چې شاوخوا ۳۰۴۶ بیلابیلې پروژې لا هم نیمګړې پاتې دي، چې له جملې یې یوازې درې زره د ولسي تړون پروګرام اړوند دي.
ډاکټر ناکامورا د يوې جاپانۍ خيريه موسېسې (پياماس) ريیس و چې په افغانستان کې يې د ننګرهار په ګډون د اوبو او ځنګلونو د مديريت پروژې مخته وړې.
دغې ادارې په مرکز ښرنه، يوسف خېلو او مټاخان کې هم ځينې رغنيزې پروژې تر کار لاندې نيولي چې ځايي خلک يې د سيمې لپاره ګټور ګام بولي او د پراخېدو غوښتنه يې کوي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ پروژې، پر امو سيند د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا د مزي رغول، د وارداتي برېښنا د سيسټم ارزونې لپاره د ازبکستان د تخنيکي ټيم لېږل، زياته وارداتي انرژي جذبول، په افغانستان کې د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونه او د اوبو مديريت د طالب او ازبکستاني چارواکو تر منځ د بحث اصلي موضوعات وو.
ارزګان ولايت کې د نسايي انکشافي موسېسې يو تن استازی زبیر احمد بدلون وايي، چې دوی پلان لري چې د دغه ولایت په چوره او چنارتو ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۹۰۰ ميليونه افغانیو په لګښت ۲۱۹ پروژې پلي کړي.
د قوشتيپې کانال ولايتي مسوول فريد عظيمي وايي: «په ۱۴۰۰ مالي کال کې موږ ۸.۲ ميليارده افغانۍ بودیجه لرو او په اوږده مهال کې د دې کانال د رغولو لګښتونه د بلخاب د ډبرو سکرو د معدنونو له عوايدو څخه تأمين کېږي.»
د هوساينې موسېسې ولايتي مسوول محمد نبي شيرزاد وايي، دغه پروژې د UNDP موسېسې له لوري د ۲۵ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.