خامک ګنډل که څه هم په کتان، نخي او جالۍ باندې کاریږي، خو تر ټولو ښه ټوکر چې خامکي کار پرې کېږي، هغه د پاناما ټوکر دی چې ډیر مینه وال لري او په سویلي ولایتونو کې د نارینه دودیزو جامو لپاره همدا ټوکر ډیر کارول کېږي.
زرغونه د طالبانو حکومت د ښوونځي او مدرسې په برخه کې په توپیري چلند تورنوي او وايي، چې دغه ډله نه غواړي نجونې عصري زده کړې وکړي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه نجونې چې پخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې وې، اوس مهال د خیاطۍ په مختلفو کارخونو کې په وړیا توګه خیاطي زده کوي.
د کندهار د لېرې پرتو سیمو ماشومان چې اوس مهال یې د زده کړو راتلونکی د نامعلوم برخلیک سره مخ دی وایي، د تېر یوه کال راهیسې چې محلي ټولګي تړل شوي هیڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه لري.
داسې ښکاري لکه په لوی لاس چې د موډرنو زده کړو د سيسټمونو او ادارو د ناکامۍ هڅه کېږي او په هغو سيسټمونو کې د غير مسلکي لاسوهنو او ټاکنو له لارې قصدا د ټولنې ترمنځ د دې ادارو او بنسټونو اعتبار زيانمنېږي.
په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو له کبله ګڼو کورنیو په خوست، پکتیا او لوګر کې خپلې نجونو دیني مدرسو کې شاملې کړي او له همدې امله د مدرسو بازار ګرم دی.
د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې طالبانو له عمومي ژوند څخه د افغانستان د نيم نفوس په حذفولو او سياسي تصميم نيونې سره د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
د بښنې نړیوال سازمان پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د افغانستان نجونې په دې ورځ خپله کېسه شریکوي او خپله ناهېلي څرګندوي؛ ځکه لا يې هم د طالبانو له لوري د زده کړې بنسټيز حق نقض کېږي.
د کونړ اوسېدونکي د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو منع کول غیر انساني عمل بولي او غوښتنه کوي، چې دغه ډله دې په دې برخه کې له خپلې پرېکړې لاس واخلي او د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې تل د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین له دې امله د نجونو ښوونځیو د خلاصون او نه خلاصون په اړه له نظر ورکولو ډډه کوي، چې دا موضوع له خپل صلاحیته پورته او د خپلو مشرانو کار بولي.