د هلمند ولايت د مرکز بولان سيمې یو بڼوال لعل محمد وايي، چې په خپل باغ کې ۵۰۰ د پستې ونې لري، چې تېر کال یې شاوخوا ۹۰۰ کيلو حاصل ورکړی و، خو سږکال یې تمه شلیدلې ده.
ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې ارزګان ولایت د پستې بوټو ښه حاصل له پاره مناسبه آب او هوا لري.
دغه راز ارزګان کې د طالبانو د کرنې رواجولو او پراختیا عمومي مدیر قدر ت الله حمیدي وایي، د پستې دغه باغونه د MC موسېسې په مالي او د زراعت ریاست په تخنیکي مرسته د ارزګان په مرکز ترینکوټ او چوره ولسوالۍ کي څلور کاله مخکې جوړ شوي.
له دې خبرو ۳۶ میاشتې تېرېږي او تر دمګړۍ نه یوازې چې ولسمشر په دې اړه د بادغیس خلکو ته کوم ځواب ویلی، خو د ولسمشر ویاندویان هم د ښاغلي غني دې ژمنو په اړه د پیک خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه وایي.