کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون وایي، چې تېر کال د دې ولایت په شپږو ولسواليو کې پر ۱۲سوه هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، خو په خبره یې چې سږکال یې په کښت او حاصلاتو کې نږدې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.
د يادې کارخونې مسوول حاجي محمد ګل نوریان وایي، دغه فابریکه یې د پنځو میاشتو په موده کې جوړه کړې، چې ۲۰۰ کسانو ته په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
ننګرهار د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې یو له غني ولایتونو دی، چې د نورو کښتونو ترڅنګ یې کروندګرو سږکال د پنبې کښت ته هم مخه کړې ده.
یاده کارخونه کې ۵۰ تنه پر کار ګمارل شوي، چې په هر یوه ساعت کې به تر یوه ټن پورې دانه داره پنبه پروسېس کوي او ترڅنګ به یې دغلته د پنبې د پروسېس ستونزې کمې شي.
د دغه فابریکې مسوول حاجي حبيب الله حبيب يار وايي، په هرو دولسو ساعتونو کې ۳۲ ټنه پنبه پروسېس کوي او شاوخوا ۱۲.۵ ټنه غوړي توليدوي.
هلمند ميشتي کروندګر وايي، که څه هم دوی په خپلو ځمکو په پراخه کچه پنبه کښت کړې، خو په وينا يې چې هيڅ بازار نه لري او دا هېله یې هم له لاسه ورکړې چې سږکال به یې راټول کړی حاصل شوی لګښت پوره کړي.
د دغه شرکت لپاره د طالبانو مسوول عبدالباري ارشاد وایي، چې دوی غواړي یاده اندازه پنبه په دریو مرحلو کې له کروندګرو وپیري او بیا یې تر تصفيه کولو وروسته پر سوداګرو او بهرنيو هېوادونو وپلوري.
د لوګر بزګران د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رياست غوښتنه کوي چې په دې برخه کې د سلا مشورو سربېره دې ورسره د کيمياوي سرې او تخمونو برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، دغه فابریکه په ساعت کې د درې ټنه دانهدارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.
د دې دولتي تصدۍ عملیاتي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازی وايي چي د تېر کال له تولیداتو ۲۲ میلیونه افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه شوې چي پرته له کڼجاړې نور ټول تولیدات پلورل شوي دي.