مبارز پر پنجشېر د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د شتل ولسوالۍ امنيې قومندان وټاکل شو، خو يو څه وخت وروسته بيرته ګوښه کړای شو.
يوې سرچينې نن (يکشنبه، ۸ د سلواغې) څرګنده کړه چې عبد المنير په يوه ورزشي کلب کې ځوانانو ته تمرين ورکاوه او له «مقاومت جبهې» سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده.
د فخر الدين او ګل چهرې نږدې خپلوان هم وايي، چې درې زامن او درې زومان يې د «مقاومت جبهې» غړي وو او د درې ولسوالۍ د عبدالله خيلو په غرونو کې تر زنداني کېدو وروسته وژل شوي دي.
د سعدالدین خپلوانو اطلاعات روز ته وویل، چې هغه شاعر و او په البیروني پوهنتون کې یې د لیسانس زده کړې پای ته رسولې وې او هوډ یې درلود چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره ایران ته لاړ شي.
هغه انځورونه چې اطلاعات روز ورځپانې ته په لاس ورغلي، ښيي چې د «مقاومت جبهې» د ټولو وژل شویو کسانو لاسونه تر شا تړلي او په سرونو او مخونو ویشتل شوي دي.
يوې سرچينې وويل، چې د ميرزا عبدالغفور يعقوبي لېسه په دوو پوړنو کې د بهرنيو ځواکونو د ولايتي رغنيز ټيم «PRT» له لوري رغول شوی وه او مجهز امکانات يې درلودل.
د طالبانو شکاياتو ته د رسيدګۍ کميسيون دا غړی وايي، چې خاواک سيمې ته تللی دی، له قرباني شوې ښځې سره يې خبرې کړي او قضيه يې له نږدې ارزولې ده.
په پنجشېر کې يوې ځايي سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د خراساني ورور د وسلو په قاچاق کې لاس درلود او د «سيد زبير اغا» په نوم له يوه کس سره يې معامله درلوده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کورنیو د سرپنا نشتون له امله دشپې تر نا وخته پورې په سړه هوا تېرې کړي او بالاخره د عناب ولسوالۍ ته ولاړې.
د سرچينې په وينا، دا مهال د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ د عبدالله خېلو درې په « کوکزار» سيمه کې جګړه روانه ده او کابل روان موټر په جګړه کې بند پاتې دي.