د شاوليکوټ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی سمیع الله وايي، که څه هم د ګوزڼ واکسین د دوی تر کورونو پورې ور رسیږي خو بيا هم د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته واکسين نه کوي، ځکه دوی ګومان کوي چې بيا يې ماشومان بې شرمه کېږي.
دغه راز کندهار کې يو شمېر کورنۍ بیا وایي، د خپل کور د نارینه و په نشتون کې نشي کولای ترڅو خپل ماشومان جوماتونو ته د واکسين لپاره یوسي.
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ويلي، چې دا سازمان په افغانستان کې په روغتيايي برخه کې د فعاليتونو د دوام غوښتونکی دی او په دې لړ کې د طالبانو همکارۍ ته اړتيا ده.
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې یوه ننګونه پاتې شوې. تر دې وړاندې کلونو کې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله.
پر ايکس خواله رسنۍ د «فري پوليو افغانستان» پاڼې چې د پوليو واکسين په تړاو عامه پوهاوی ورکوي، ليکلي چې تر اوسه په ننګرهار پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي او دا وضعيت د افغانستان او په ځانګړي توګه د ختيځ زون لپاره «ډېر ګواښونکی دی».