جمیل له تېرو دوو کلونو راهیسې په پکتیا محبس کې د بند شپې او ورځې تېروي، هغه وايي، له دې وړاندې په نشه روږدی و، چې له امله یې ژوند په کړاو کې تېرېده، خو د نوموړي په خبره چې اوس یې په زندان کې درملنه شوې او د خیاطي په برخه کې زده کړې کوي.
دارزګان ولایت د پوهنې ريس مولوي خيرالله حقنما د ښوونځيو د پرانېستلو په مناسب جوړه شوې غوڼډه کې زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونيز بهير له ټولو مسئولينو غوښتنه وکړه چې په شرعي لباس ځان جوړ کړي او وروسته دي ښوونځيو ته رایشي
سیدي وايي په جوړ شویو ښوونځیو کې د بره کي برک د اخندخېلو او د محمدآغې د اخندزاده خېلو په نوم لومړني ښوونځي شامل دي، چې هر یو یې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ تشابونه او په يو وخت د ۲۱۰ زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.