د سرچينې په حواله چې نن ورځ افغان خاورې ته بندو پاکستاني بار وړونکو موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه، خو وروسته يې دا لاره د هر ډول تګ-راتګ پر مخ وتړله.
هر کال د پکتيکا او پکتيا ولايتونو د ښاروالۍ رياستونو له لوري د کوڅه ډبو او ليونیو سپيو د له منځه وړلو لپاره کمپاينونه ترسره کيږي خو سږ کال تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.
لومړۍ پېښه د شواک ولسوالۍ اړوند «سټوکنډو» سیمه کې د یوې کورولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پکې دوه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ ( جمعه، ۲۷ د غبرګولي) د زرمت ولسوالۍ یوې سیمې ته د اړمنو خلکو لپاره بشري مرسته وړل شوې وه، خو د ویش په سر یې د طالبانو او ملکي خلکو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.
ځينې سرچينې وايي، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو د غړو تر شکنجې لاندې مړ شوى او پر بدن يې د شکنجې نښې ليدل کېږي؛ خو په ورته وخت کې نورو سرچینو د نوموړي د وژنې لامل ځان وژنه بللې ده.
که څه هم د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو روغتیايي مسوولین په ځینو سیمو کې د طبي کېټونو د ویش خبره کوي، خو د مرکز ګردېز ځینې اوسېدونکي بیا نیوکه کوي، چې دوی ته ورکړل شوي روغتیايي درمل او صابون له وخت تېر شوي دي.
دا مرستې داسې مهال وېشل کیږي، چې اړمن خلک له دې امله نیوکه کوي او وایي، چې د مرستو په لیست کې تر ډېره د طالبانو کورنۍ نیول کېږي.
د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي میلاد احمد اطلاعات روز ته وویل، چې اوس مهال له زرو ډېرې غواګانې مړې شوې او له ۲۰۰۰ څخه زیاتې ورباندې اخته شوې دي.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ملکي روغتون کې یو روغتیاپال د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته په ټلیفوني خبرو کې وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه یو جسد او ۸ ټپیان ور وړل شوي دي.
د پکتیا په سدحدي لوا داسې مهال هوایي برید کیږي، چې تېره ورځ د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته شوې وه.