اوس مهال د پکتیا ولایت په ډیری سیمو کې څومره چې لازمه دی د اوبو مدریت برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او اړتیا ته په کتو د ګوتو په شمېر سربندونه، کانالونه او د اوبو ویالې رغول شوې دي.
د ګردېز اوسېدونکي اسماعيل وويل چې قصابان د ښار په منځ کې د سړکونو په غاړه حلاله کوي او په کار کې د صفايي اصول په پام کې نه نيسي.
د پېژندپاڼو بهير ملي پروسه ده او له طالبانو غواړي، چې همدې بهير ته لومړيتوب ورکړي. د دوی په وینا په دې سره به نه يوازې د نفوسو شمېر دقيق شي، بلکې د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې به هم شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.
میرزکه د پکتیا لومړنۍ ولسوالۍ وه، که څه هم یو ځل د افغان ځواکونو له لوري له طالبانو بیرته نیول شوې هم وه، خو وروسته یې بیا یادې ډلې ته پرېښوده، د دې وضعیت د سمون په موخه مرکزي ادارې والي، امنیه قومندان او د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تبدیل کړل.
ګډونوالو د روانو سياسي وضعيت او د سولې د خبرو پر ولاړ حالت سخته اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په دې اړه دې خلکو ته واضح ځواب ورکړل شي.
د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټران او کارمندان وايي، د هیواد په نوم قرار دادي موسسې ورته د تېرو څلورو میاشتو معاشونه نه دي حواله کړي او لایې هم برخلیک نامالوم دي. د دوی په وینا که په دې برخه کې اړونده ادارې اقدام ونه کړي، پیل کړي کاربندیز ته به دوام ورکړي.
د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټر محمد نبي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی ته د تنخوا نه ورکړې ترڅنګ له هر ډاکټر او صفاکار څخه د میاشتې ۲۰ سلنه امتیازات یې هم ګرځولي دي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزی هم پېښه تاییدوي او وايي، چې په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم، یوه ښځه او درې نجونې شاملې دي.
پکتيا کې د پوليسو وياند حيات الله نظامي اطلاعات روز ته وويل، تېره شپه (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) په دې ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د پنځمې امنیتي حوزې امر لومړی څارن «ولي خان همت» وژل شوی دی.
د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وایي، یو ځای پر ځای شوي ماین نن (یکشنبه، ۱۳ د چنګاښ) مرکز ګردېز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «رباط» سیمه کې د ملکي وګړو پر یوې سراچه ډوله موټر چاودلی دی.
د ګردېز ښاروالۍ طالب مسوولین بیا وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړې او یا یې هم د ځینو چارې روانې دي.