بلخوا بزګران هم وايي چې سږکال به یې د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.
کروندګر ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او وایي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي نو ځکه خو یې کرکېله ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.
یو شمیر نور کروندګر بیا خوښ دي چې د کوکنارو پرځای یې ځمکني توتان کرلي، دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوبو په برخه کې دې د دوی ستونزې هوارې کړي.
ننګرهار کې د ځمکني توتانو د حاصلاتو ډېروالی؛ «که شنې خونې جوړې شي، د مارکېټ اړتیا تر ډېره پوره بوله»
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې له څو کالونو راهيسې د دې ولايت په بیلابیلو سیمو کې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله یې ورکړي. هغه وایې، سږ کال به د ځمکنیو توتانو ۱۵۰ ټنه حاصلات ولري چې تیر کال ته ۱۳سلنه زیاتوالی ښيي.