عاصم اوسمهال اطلاعات روز ته وويل چې په ميدان وردک ولايت کې د کرونا له بوديجې حيف و ميل شوې پيسې له هغه زياتې دي، چې د بازرس ادارې په خپل رپوټ کې ويلي او د څارنوالي په څېړنه کې دي. هغه زياتوي چې په دې ولايت کې پېرل شوي نيمايي طبي وسايل دوهم لاس دي او تر اوسه يې له ځينو استفاده نه ده شوې.
په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې د کابل پولیتخنیک لیلیې لپاره په را نیوونکو او مصرفوونکو خوراکي توکو، ګازو او د یاد پوهنتون نورو اخیستونکو توکو کې په میلیونونه افغانۍ «غلا او اختلاس» شوی دی.