دويمه چاودنه په قلعه سيف الله کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعيت علماء اسلام له ټاکنيز دفتر څخه دباندې شوې ده.
د محقق په وينا، طالبانو د خواخوږۍ پيغام نه دى خپور کړى، «شهيدان» یې قربانيان بللي او د شهيدانو کورنۍ يې وهلې ډبولي او وينې ورکولو ته يې نه دي پریښي.
امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي، چې يوناما د دریو وروستيو مياشتو پر مهال لږ تر لږه د غير قانوني وژنو ۱۰ پېښې، د خپلسرو نيونو ۲۱ مورده او د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو د شکنجې اته مورده مستند کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي نن (یکشنبه، ۲۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحېې اړوند د چپرهار زړې هډې سیمه کې ځای پر ځای شویو دوو ماینونو چاودنه کړې چې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.