ورته مهال ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
پکتیا کې سرچينې وايي، تېره شپه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې په يو کور غر ښويېدنه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۵ کسان په کې مړه شوي.
ځایي اوسېدونکي هارون اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۱۲ د کب) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د اسعد آباد په «اندرسیر» سیمه کې را منځته شوې.
پولیس زیاتوي، چې دا پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۲۹ د لیندۍ) د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند «غني خان» مېنه کې رامنځته شوې او په کې د محمد اشرف په نوم د یو سړي څلور واړه اولادونه مړه شوي دي.
يوې سرچينې وویل، چې د کورنۍ څښتن عبدالمطلب له يوه زوی سره په دې پېښه کې ژغورل شوي دي، خو درې نجونې او دوه هلکان چې د ده لمسيان و، مړه شوي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، د شیګل ولسوالۍ په خوړ کلي کې د ورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتی، چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۴ کلن هلک ژوبل شوي دي.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت الله حماد وایي، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۲۳ د کب) سهار وختي د دې ولایت د مرکز قلات اړوند «باکورزو» سیمه کې د زیات ورښت له کبله رامنځته شوې.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې د دې ولایت د کجکي ولسوالۍ د دوهمې حوزې اړوند «ابدار» سیمه کې د یوې کوټې د چت پریوتو له کبله یوه ښځه مړه او یو کس ټپي شوی دی.
د کامې ولسوالۍ یو ځایي اوسیدونکی عبدالقدیر وایي، چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۴ د غویي) سهار وختي شاوخوا ۴:۰۰ بجې د دې ولسوالۍ د «ګرداب» قریه کې رامنځته شوې.
تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند «غزو» سیمه کې د ناصر خان په نامه د یو ځايي اوسیدونکې د کور چت پریوتی،چې له امله یې د نوموړي څلور لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د نوموړي میرمن او زوی ژوبل شوي دي.