کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د سپین بولدک دروازې تړلو له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره د دواړو خواوو سوادګرو ته په میلیونونو افغانۍ زيان رسېږي.
کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، دغه لار د دواړو هېوادونو د ګډ پلاوي تر مذاکراتو او ناستو وروسته نن (دوشنبه، ۳۰ د لړم) د مسافرو او تجارتي موټرو پر مخ خلاصه شوه.
په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهري ویلي، د چمن لار به د سوداګرۍ په وړاندې تر هغو بنده وي چې د دوی د سرتیري قاتل ورته نه وي سپارل شوی.
د سرچینې په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې کله د طالبانو ولايتي مسوولينو له افغان مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو د بد چلند د مخنيوي غوښتنه وکړه.