موږ باید د ګمان ښکار نه شو. د غربي ځواکونو شا ته تګ د ماتې په ډول ده او د هغې انساني پایلې به یې سختې وي. د افغانستان خلکو لپاره به جګړه دوام مومي. د طالبانو احتمالي راستنېدنه او د دې ډلې د تیږي دورې اسلامپالنه، بیاځلي به د افغان مېرمنې او انجونې د حجاب اغوستو ته اړې کړي او انساني حقونه به یې ترې واخلي. لوستي ښاري افغانان به ډله ډله لویدیځ ته وتښتي. هغوی چې پاتې کیږي، د قومي او مذهبي لږه کیو په ګډون به له ناخوښه برخلیک سره مخ کیږي.
ښاغلی نعیم وایي، په ناستو کې د دواړو هېوادونو اړونده سياسي، اقتصادي او امنيتي مسایلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې پروسې په اړه بحثونه او خبرې اترې وشوې.
وانګ ونبين ويلي، چې چين له طالبانو غواړي چې د دې بريد په اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او عاملين يې مجازات کړي.
د طالبانو د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست زیاتوي، چې د دې تړون پر اساس به د تيلو او نفتي موادو پروسېس په خپله په افغانستان کې کېږي.
دا قرارداد له ګڼو اړخونو تر ډېرو پوښتنو لاندې دی. په دې اړه لومړۍ خبره داده چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې په هيواد کې يې بېمثاله امنيت راوستلی دی، مګر ورځ تر بلې زياتېدونکي هدفي بريدونه د وضعيت په اړه يو بل تصوير ښيي.
عبدالله: افغانستان کې سوله سیمه کې د لویو طرحو او د چین د یوه کمربند او یوې لارې پلي کېدو په مانا ده
له ملي پخلاینې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانستان او چین ترمنځ د حسنه او ګډو اړیکو پر اهمیت او د دې اړیکو پر تحکیم ټینګار وکړ او په دې مرحله کې یې له افغان سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د اعلامیې له مخې طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د دې هېواد په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي.
د برېښنا شرکت له خبرپاڼې سره سم چې په دې ليدنه کې د چين د سوداګرۍ خوني استازي د برېښنا رييس ته ويلي چې دوی غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ مېګاواټه برق د توليد لپاره پانګونه وکړي.
«مقاومت جبهې» ويلي چې د طبيعي سرچينو په اړه هر ډول پرېکړه بايد د قانوني مراجعو او ولسي مشروعيت له خوا وشي.
چين په پر له پسې توګه هڅه کړې چې افغانستان ته د خپلو مصرفي توکو صادرات زيات کړي، خو له افغانستانه د وارداتو په زياتولو او د دې هيواد له اقتصاد سره په کومک کولو کې هيڅکله هم همکاري نه ده کړې.