هغه وايي د ډالرو دغه ډول قاچاق ځکه د اندېښنې وړ دی چې د پخوا په پرتله يې قاچاق زيات شوی دی او ډيرو خلکو د ډالرو قاچاق خپل کار وبار ګرځولی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان تورخم ښارګوټي کې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو د لسګونه زره ډالرو د قاچاق مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
د افغانستان مرکزي بانک نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۲۴مه) پر ټوېټر یو وېډیویي پیغام کې د ریاستالوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له خولې ویلي، چې «کافي» ډالر شته او د صرافانو د احتکار او د پیسو د قاچاق مخه نیول کېږي.
اوس مهال د پاکستان په بازار کې د بانکونو تر منځ د ډالر د پلور بيه ۲۲۵ روپيو ته رسيدلې او په تېرو اتو کلونو کې ډالري زېرمي تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې دي.
د پکتیا اوسېدونکي د ډالرو ارزښت کمېدو ته په اشارې سره وايي، چې لاهم په ښار کې سوداګر او هټۍ وال د پخوا په څېر په لوړه بیه په خلکو اړونده توکي پلوري.
خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بهرنیو اسعارو په راکړې ورکړې دې بندیز ولګوي او د افغانیو د ترویج برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خلک په خپله خوښه افغانۍ په لاس کې واخلي.
هلمند کې داسې مهال پر اړمنو مرستې ويشل کيږي چې تيره شپه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارټین ګریفیټس اندېښنه وښوده چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي.
مرکزي بانک چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، تر اوسه د ډالرو نرخ نه دی خپور کړی. دغه بانک تېره ورځ د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.
وروسته له هغې چې افغانیو په کمساري توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، چې ورسره د هیواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو سره سره د تیلو او ګازو بیې هم لوړې شوې.