د جنرال عبدالرازق ورور تادين خان اڅکزی د طالبانو يادې ادعاوې بې اساسه ګڼې او په خپله ادعا کوي چې دا ډله ییز قبرونه د هغو اڅکزو ځوانانو دي چې طالبانو د سپین بولدک د نیولو په لومړۍ اونۍ کې وژلي او ۱۲۰۰ لا هم نادرکه دي.
کندهار کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد ادعا کوي، چې د طالبانو امنيتي کسانو د سپین بولدک ولسوالۍ د «ناوې» سیمه کط داسې قبر موندلی چې د کندهار د پخواني امنيې قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د قومندانۍ پرمهال وژل شوي دي.