ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د اقتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د کميټي مسول حجت الله مجددي وايي، چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې ۲۱۹ غږیزې، چاپي او تصويرې رسنۍ تړل شوي دي.