کندهار کې یوه ځایي سرچینه وايي، تېره شپه (سې شنبه، ۱۷ د غبرګولي) نهه بجې د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ په «سرکاڼو» کلي کې یوه میرمن ژورې برمې ته لویدلې ده.
که څه هم طالبانو په څو ځله له خلکو غوښتنه کړې، چې د خپلو څاګانو سرونه پټه کړي خو لاهم خلک پام نه کوي او دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.
ورته مهال د ارزګان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم یو اته کلن ماشوم د اوبو ۸۰ متره برمې ته لویدلی و.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې نن ماسپښین (یکشنبه، ۲۶ د وږي) د هلمند کجکي ولسوالۍ د لکن ناوې په «خنجکک» کلي کې يو ماشوم د اوبو برمې ته لويدلی دی.