ومې پوښته دا چې ځينې شاګردان يې جهادي قومندانان شول، څنګه احساس کوي؟ يو فرانسوي متل يې تکرار کړ او ويې ويل چې د هغوی له ډلې ځينو ته بايد نصيحت وکړي، خو دا چې د فرانسوي زده کوونکو په پرتله له ځينو افغان زده کوونکو سره صميمي اړيکې لري، خوښ دی: "فکر کوم کله چې يو انسان سياسي کيږي، سیاسي او ګوندي هدف يې له انساني ارزښتونو ورته مهم کيږي. په فرانسه کې يو متل لرو، چې هدف ته د رسېدو وسيله بايد پاکه وي، زه ملګرتيا ته زیات ارزښت ورکوم، دا راته مهمه نده چې هغوی کومه لاره وټاکله. "