د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه نجونې چې پخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې وې، اوس مهال د خیاطۍ په مختلفو کارخونو کې په وړیا توګه خیاطي زده کوي.
داسې ښکاري لکه په لوی لاس چې د موډرنو زده کړو د سيسټمونو او ادارو د ناکامۍ هڅه کېږي او په هغو سيسټمونو کې د غير مسلکي لاسوهنو او ټاکنو له لارې قصدا د ټولنې ترمنځ د دې ادارو او بنسټونو اعتبار زيانمنېږي.
له زده کړو د وړو نجونو منع کول بدې پايلې لري. لومړی زيان يې دادی چې په ټولنه کې د هر ډول بدلون او خوځښت مخه نيول کېږي او په يوه لويه پيمانه ځواک چې زده کړو او کار ته تيار دی د مايوسۍ او ناهيلۍ ښکار کېږي.
«حکومت باید تر شپږم ټولګۍ پورته نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي ځکه که داسي ونه شي موږ به بیا نورو هېوادونو ته اړيو ځکه ډاکټراني به نه لرو په نورو هېوادونو کې ښځې هم زده کړې کوي موږ ته هم باید اجازه راکول شي او حق لرو چې زده کړي وکړو.»
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني وویل، چې پکتیکا کې د اقرا برنامې په مټ د ۱۹۳ ښوونځیو د ودانيو له ډلې ۱۵۰ هغو ته نوې ودانۍ جوړيږي او د پاتې ۴۳ د ترميم یا بیا رغونې چارې تر سره کیږي.
د روکیان لېسې امر عحب خان عابد وایي، که څه هم په افتخاري ډول ځینې کسان د ښوونکو په توګه ورسره کار کوي او د ښوونکو د کمښت ستونزه یې تر یوه بریده ورهواره کړې، خو د درسي خونو، احاطې او کتابونو کمښت یې د زده کړو بهیر ټکنی کړی دی.
په همدې حال کې بیا د دې لېسې زده کوونکي هم د مسلکي ښوونکو او درسي موادو د کموالي ستونزه جدي بولي، د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبیح الله ذهین وویل، چې د روکیان ښوونځي ته د لس کلیو ماشومان د زده کړو لپاره راځي، خو په دې کې یې ډېر شمېر درسي کتابونه نه لري.
يوې سرچينې وويل، چې د ميرزا عبدالغفور يعقوبي لېسه په دوو پوړنو کې د بهرنيو ځواکونو د ولايتي رغنيز ټيم «PRT» له لوري رغول شوی وه او مجهز امکانات يې درلودل.
زده کوونکي وايي چې کمپيوټر او انګليسي د اوسمهال د زده کړو او بازار جدي اړتيا ده او اړوند وزارت او ادارې بايد دې اهميت ته په کتو په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د معياري کمپيوټر او انګليسي زده کړې د اسانتياوې برابرې کړي.
که د طالبانو او ملايانو ادبيات ولوستل شي، د دوی خبرې واورېدل شي او د دوی فرمانونه ولوستل شي، په دې ټولو کې دوی د ښځې په اړه يو مشترک روايت لري
هغه دا دی چې د دوی لپاره ښځه د فحشا سرچينه ده.
کرزي په خپل پيغام کې طالبان د «سرپرست اسلامي حکومت» په نوم ياد کړي او ويلي يې دي چې د هيواد د ودې، پرمختګ او ځان بساينې لپاره د تعليم ارزښت ته په پام سره هيله لري چې دا حکومت به د نوي لمريز کال په پيلېدو د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې خلاصې کړي.