د کمپاين ګډون کوونکي ځوانان وايي، له دې کمپاين يې موخه خلکو ته د عامه پوهاوي رسول او له زده کړو محروم ماشومان ښوونځيو کې شاملول دي.
د دې ولایت د پوهنې رياست څخه نن (دوشنبه، ۶ د لیندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ودانۍ د مرکز پل عالم اړوند بيدک په سيمه کې د بيدک لومړني ښوونځي لپاره جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا ولايت له پوهنې رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده ودانۍ اړتيا ته په کتو کافي درسي خونې لري او په مجهز ډول تر جوړېدو وروسته نن (شنبه، ۶ د لړم) ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.
د لوګر لپاره د طالبانو د پوهنې رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د همايون بهادر په نوم يو ځوان د پل عالم اړوند په «هارون خېلو» سيمه کې يو ښوونځي ته ودانۍ جوړوي چې چارې يې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۲ د وږي) پېل او يو ميليون افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه کسانو چې یاد ښوونځی سوځولی یو لیک یې پریښی چې پکې لیکل شوي: «موږ تاسو ته د اسلام په خاطر وایو چې د مکتب څخه کرزی او اشرف غني پیدا کېږي او د حجرې [مدرسې] څخه ملا عمر مجاهد او شیخ هبت الله.»
ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست رییس مفتي حضرت حبیب حقاني وایي، چې د یاد ښوونځي ودانۍ تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۲ د لیندۍ) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، دغه ودانۍ د «بي بي عادلې» په نوم ښوونځي ته د همايون بهادر نومي شخص له خوا جوړه شوې، چې په وينا يې ۸ درسي خونې، يوه اداره، په لمريزې برښنا سمبال څاه، دفتر وسايل او نور اړين توکي ورته پېرل شوي دي.
لغمان کې د طالبانو د پوهنې رییس وایي، د دغه ښوونځي د ودانۍ لګښت د یوه پانګه وال میر افغان صافي له لوري ورکړل شوی، چې ټولټال درې مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين هم تاييدوي چې په دې ولايت کې په ښځينه ښوونځيو کې زده کوونکې د نورو ستونزو ترڅنګ د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
د ارزګان یو اوسیدونکی حضرت بلال وايي، چې له تېرو دوو لسيزو راهیسې يې په سيمه کې هيڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.