د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی هم یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې د پېښې په تور یې یو کس نیولی چې د پلټنو په موخه امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی.
کندهار کې د طالبانو پوليسو وايي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۶ د چنګاښ) مازدیګر مهال د میوند ولسوالۍ اړوند «هوټل کلي» کې رامنځته شوې ده.
د پېښې له سيمې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دې ځوانې ښځې د يو ګيلاس تيزاب په څښلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.
ما ليدل چې د دې ستر جنايت کوونکو دواړو ځانونه ډېر دينداراه ښودل، هر وخت به يې هڅه کوله چې جماعت ته ولاړ شي، خپل زامن يې هم مدرسو ته د درسونو لپاره لېږل
شهید اساس ولسوالۍ کې يوه ځایي سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته يې وويل، چې دغه کس خپله میرمن تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) مازديګر۳:۰۰ بجې وژلې ده.
ښځه نه يوازې دا چې د خپل ځان په اړه واک نه لري، له دې سره – سره له ځينو هغو حقونو هم بې برخې ده چې په عرفي او کلتوري توګه پرې اعتراف کېږي.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وایي، پیښه تېره شپه (جمعه، ۲۹ د غویي) د هلمند موسی کلا ولسوالۍ اړوند د «توغي شباروز» په کلي کې رامنځته شوې ده.
لوګر ولایت کې یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې د دې ښځې جسد د برکي برک ولسوالۍ اړوند «بابري» په سیمه کې موندل شوی دی.
که د طالبانو او ملايانو ادبيات ولوستل شي، د دوی خبرې واورېدل شي او د دوی فرمانونه ولوستل شي، په دې ټولو کې دوی د ښځې په اړه يو مشترک روايت لري
هغه دا دی چې د دوی لپاره ښځه د فحشا سرچينه ده.
پر ښځو د بنديزونو په تړاو د طالبانو فکر او تګلاره تر ډېره زياته حده پر هغو دين ته منسوبو باورونو او ارشاداتو ولاړه ده چې د ديني علماوو او سياسي اسلام د مفکرينو په کتابونو کې له پېړيو راهيسې موجود دي.