د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهيسې ټولټال د ۲۳۷ زره او ۷۸۲ پېښو راپور ورکړل شوی چې په ټول هيواد کې په تنفسي ناروغيو اخته شوي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې عزیزه وایي، د طالبانو یادې پریکړې له امله هغه خلک او مېرمنې له ستونزو سره مخ دي چې یا یې خاوندان مسافر او یا کونډې وي.
اطلاعات روز: د «سيويکوس» په نوم د مدني ټولنې نړيوال اتحاد وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان...
له ديني نصوصو د طالبانو تعبير په خپل ذات کې يوازينی دی، نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو لوی ديني ښوونيز مرکزونه يې تاييد نه کوي، بلکې په تاريخي توګه هم که د مسلمانانو واکمنيو ته وکتل شي، نو د «حجاب» په څېر چارو کې خلکو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
دې سازمان په خپل غوښتنليک کې ويلي، چې د ۲۰۲۱ اګست د ۱۵مې راهیسې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې ډلې د بشري حقونو د نقض يوه نوې دوره پېل کړې ده.
د اسلامي همکاريو د سازمان له اعلاميې سره سم، د مسلمانو علماوو پلاوي د درسي برنامو د بيا کتنې او په ټول هيواد کې د نجونو لپاره د امن زدکړييز چاپېريال د رامنځته کولو په تړاو د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو راپور هم اورېدلی دی.
د بشر حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو شنونکې ټينګار کړی چې د بشري حقونو شورا بايد «د شديدو بين المللي جناياتو د اوږود مهالي مصونيت د پای ته رسولو لپاره زيات اقدامات وکړي.»
طارق علي بخیت زیاته کړې، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي چې «له افغانانو سره د مرستې او له نړۍ سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي».
رینا امیري تېره شپه (جمعه، ۱۸ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبان د دې ژمنې بر خلاف چې د تېرې دورې «تېروتنې» به نه تکراروي، بيرته ۱۹۹۰ لسيزې ته ګرزېدلي دي.
د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.