خامک ګنډل که څه هم په کتان، نخي او جالۍ باندې کاریږي، خو تر ټولو ښه ټوکر چې خامکي کار پرې کېږي، هغه د پاناما ټوکر دی چې ډیر مینه وال لري او په سویلي ولایتونو کې د نارینه دودیزو جامو لپاره همدا ټوکر ډیر کارول کېږي.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ٢٨ د کب)د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
په کورني حريم او څلور دېوالۍ کې د ښځو بنديوان کول او له اساسي بشري حقونو يې محرومول د هغې د پت او ناموس ساتنه نه ده، بلکې په دې سره هغه نوره هم متضرره کېږي او له هغې د ناوړه ګټې اخيستنې شونتيا زياتېږي.
د یوناما د راپور له مخې، یو شمیر ښځو د دوی حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته د طالبانو په رسمیت پېژندل د ښځو پر انسانیت او د انسان پر کرامت برید بللی او د اندېښنې په څرګندولو سره يې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې تر هغو په رسميت نه پېژني، چې بشري حقونه يې په بشپړه توګه نه وي تامين شوي.
امیري نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پیغام کې ليکلي، چې د فرمان تر عنوان لاندې چې کوم اقدامات ترسره کېږي ، سپکوونکي دي او پر ښځو، نجونو او کورنيو ويجاړوونکې اغېزې لري.
کندهار کې یو شمیر سوالګر اقرار کوي، چې په سوال کولو روږدي شوي او لاس ترې نه شي اخیستلی، ځکه په خبره یې چې یو اسان کار ورته زیاته ګټه په لاس ورکوي.
د اوچا په وينا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال هم له ټولټال ۲۳.۷ ميليونه نفرو څخه چې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري، ۵۲ سلنه يې ښځې او نجونې دي.
د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې طالبانو له عمومي ژوند څخه د افغانستان د نيم نفوس په حذفولو او سياسي تصميم نيونې سره د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
اميري يادونه کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې خپل هيواد ته د ډاکټرې، انجينرې، عالمې او نورو حرفو د ماهرې په توګه د خدمت کولو له حق څخه محرومې شوې دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هم ويلي، چې د ۱۱ روغتيايي کورونو د جوړولو چارې يې ۸۰ سلنه مخ ته وړې دي.