د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيالۍ ويلي، چې د دې پارک د بيا رغونې په طرحه کې تر ځمکې لاندې د سوداګريز مرکز جوړول، سوداګريز کمپليکس، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز، د فوټسال ميدان، څو تفريحځايونه، څو ريسټورانټونه، مسجد، د لامبو وهلو ډنډ او د نقليه وسايطو پارکينګ په نظر کې نيول شوي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له خبرپاڼې سره سم، د بریتانيا د سفارت شارژدافیر هېله څرګنده کړې چې د افغانستان او بریتانيا اړيکې ښې شي.
معترضو ښځو ټينګار کړی چې بايد د افغان ښځو د مدني غوښتنو او اعتراضونو واقعي او معنادار ملاتړ وشي او بايد په داخلي او نړيوالو مذاکراتو کې يې حقونه تأمين او غوښتنې يې مطرح شي.
داعش ويلي، چې د دې ډلې يو ځانمرګی بريدګر وتوانېد چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخ کې بريد وکړي. د داعش له ادعا سره سم، په دې بريد کې د «ډيپلوماټانو» په شمول ۲۰ تنه وژل شوي دي.
ايمرجنسي روغتون په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دې روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ۱۲ نفر ور وړل شوي، خو دوو تنو له ور وړل کېدو سره سم ساه ورکړې ده.
سينګارګرې ښځې نن (چهارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) تر غرمې وړاندې د «ډوډۍ، کار او عدالت» په شعار ورکولو سره د پلازمينې په شهرنو سيمه کې راټولې شوې وې.
روانپوهان وايي، چې کله افراد په ذهني توګه په عادي حالت او هغه وضعيت کې نه وي چې دوی يې تمه لري، نو د ځان وژنې انګېزه ورته پيدا کېږي.
په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ او قونسلګرۍ چې د پخواني حکومت له ډيپلوماټانو سره دي، په يوه پيغام کې ويلي «د دې خونړۍ پېښې د عاملينو سخت زړي توب او د امنيت په تأمين کې د طالبانو ناکامي ښيي».
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمير نور ژوبل دي. د ده په وينا، د طالبانو درې تنه غړي هم په ژوبلو کې شامل دي.
د ښځو يوې ډلې د «حق، عدالت او ازادي» په شعار سره د کابل په لارو – کوڅو کې لاريونونه وکړل. طالبانو دا لاريون تیت و پرک کړ او د معترضينو مخه يې ونيوله.