ښاغلي صالح د خپلې لیکنې یوې برخه کې لیکلي، چې کابل پوهنتون کې د بریدګرو پاتې وسلې او د هغوی څېرې له هغو انځورونو سره چې داعش ډلې خپاره کړي، هم ورته نه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یو ټوېټ کې ویلي: «د کابل درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ تنه پولیس منسوبین، چې د کابل پوهنتون مسوولیت ورترغاړې و، د امنیتي پلان تطبیق کې د ناغېړۍ له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.»
دغې سرچېنې چې و یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، اطلاعات روز ته وویل چې دغه پېښه نن سهار وړاندې له غرمې ۱۱:۳۰ دقیقې د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند د «علي اباد روغتون واټ» کې رامنځته شوې ده.
يوه ويډيو چې ويل کېږي د کابل پوهنتون په يوه دروازه کې ثبت شوې، د نجونو د ژړا غږ پکې اورېدل کېږي او هغوی يوه – بله په غېږ کې نيسي.
صالح دغه راز پر انټرکانټيننټال هوټل او کابل کې پر څلورسوه بستریز روغتون بریدونو ته په اشارې ویلي، چې پر کابل پوهنتون دغه برید هم له کومې پوښتنې پرته د طالبانو کار دی.
نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناوالله کړې وه.
ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړې، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون د ډله ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې له یو شمیر مهمو مشرانو سره په هیواد دننه او ان عراق، سوریه او بلجیم هیوادونو کې د داعش ډلې غړو سره اړیکې درلودې.