د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په یوه ټوېټ کې د پرونۍ حملې په غبرګون کې لیکلي چې هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند او عبادت وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې بریدګرو غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم ته چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې وچاودید. ويل کيږي په دې چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى