سرچینې بیا وایي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د برشنا شرکت کارکوونکو په دغه هوټل کې ډوډۍ خوړله. یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د نننۍ چاودنې ډېری قربانیان د برشنا شرکت کارکوونکي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيالۍ ويلي، چې د دې پارک د بيا رغونې په طرحه کې تر ځمکې لاندې د سوداګريز مرکز جوړول، سوداګريز کمپليکس، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز، د فوټسال ميدان، څو تفريحځايونه، څو ريسټورانټونه، مسجد، د لامبو وهلو ډنډ او د نقليه وسايطو پارکينګ په نظر کې نيول شوي دي.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، تخار، کندوز، بغلان، بادغیس، نیمروز، پروان، غور، کاپیسا و ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۲۹۷ تنو ته ورسېد.
معترضينو وويل، چې «شريعت د ښځو د حذف لپاره يوه بهانه» ده. معترضو ښځو شعار ورکړ چې د ښځو ضعف د ټولنې ضعف دی او د ښځې پياوړتيا د ټولنې پياوړتيا ده.
يوې سرچينې وویل، چې ابراهيمخيل نن (يکشنبه، ۱۴ د کب) د سهار تر لمانځه وروسته د کابل ښار د «خيرخانې کوتل» سيمه کې د غلو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
موږ باید د ګمان ښکار نه شو. د غربي ځواکونو شا ته تګ د ماتې په ډول ده او د هغې انساني پایلې به یې سختې وي. د افغانستان خلکو لپاره به جګړه دوام مومي. د طالبانو احتمالي راستنېدنه او د دې ډلې د تیږي دورې اسلامپالنه، بیاځلي به د افغان مېرمنې او انجونې د حجاب اغوستو ته اړې کړي او انساني حقونه به یې ترې واخلي. لوستي ښاري افغانان به ډله ډله لویدیځ ته وتښتي. هغوی چې پاتې کیږي، د قومي او مذهبي لږه کیو په ګډون به له ناخوښه برخلیک سره مخ کیږي.
د کابل په ښار کې خلاف ډير دی، د همدې لپاره څوک زړه نه شي کولی هغه واخلي. سره له دې چې له اصلي بیې څخه یې ۳۰ سلنه کم خرڅلاو ته ایښی، خو اقتصادي وضعیت ورسره یاري نه کوي او د موټر د اخیستلو لپاره پیسې يې کمیږي.
معترضو ښځو ټينګار کړی چې بايد د افغان ښځو د مدني غوښتنو او اعتراضونو واقعي او معنادار ملاتړ وشي او بايد په داخلي او نړيوالو مذاکراتو کې يې حقونه تأمين او غوښتنې يې مطرح شي.
له پنجشېر ولايت څخه سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې د دې ځوان نوم «الياس» و او په پنجشېر کې طالبانو ته د نږدې کس مولوي مسيح الله خوریی و.
خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کارته مامورین په سیمه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.